ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د پنځوس اوریزو لوبو دویمه لوبه نن ترسره شي.
دا لوبه د افغانستان پر وخت یوه نیمه بجه پیلېږي.
سریلانکا لوبډلې په تېره سیالۍ کې افغان لوبډلې ته د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
په تېره لوبه کې که څه هم د افغانستان لپاره عظمت عمرزي او محمد نبي عیسی خېل سلیزې جوړې کړې، خو لوبډله یې تر بریا ونه رسوله.
افغان کرکټ بورډ وايي، نننۍ سیالۍ ته لوبډله بشپړه چمتو ده او تمه شته چې په دغې سیالي کې به بریا خپله کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30081